امریکا د نویو تللو افغانانو لپاره د اقامې د ورکړې نېټه اعلان کړه   

0
172

امریکا د نویو تللو افغانانو لپاره د اقامې د ورکړې نېټه اعلان کړه

د امریکا د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکوي چې د تاوتریخوالي، طبیعي پېښو او یا د نورو ستونزو له کبله،‌ خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.

(2022 / 5 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د کورني امنیت وزارت نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې محافظتي اقامې د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه.

د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه نن پیلیږي. د کورني امنیت په اعلامیې کې ویل شوي، ټول هغه افراد چې د افغانستان تر نامه لاندې موقته محافظتي‌ اقامه غواړي، باید غوښتلنیک ډک او ورته وسپاري.

په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌ چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته لېږدول شوي دي.  د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې د اټکل په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې ۷۲۵۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي.

Leave a reply