د ا.ا.ا: پر رسنیو د څار کمیسیون به ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړي 

0
219

د ا.ا.ا: پر رسنیو د څار کمیسیون به ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړي 

کریمي دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې نن یو شمېر انځوریزو رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا له لوري په وراستول شويو توصیو کې ویل شوي چې له دې وروسته دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو او خبرونو وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

 

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونې کمیسیون بیا فعال شوی دی.

بلال کریمي پر خپل ټویټر لیکلي چې ډېر ژر به یاد کمیسیون د رسنیو پر فعالیت د څار او رسنیزو سرغړونو ته د رسیدګي په موخه خپل کار پیل کړي.

کریمي دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې نن یو شمېر انځوریزو رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا له لوري په وراستول شويو توصیو کې ویل شوي چې له دې وروسته دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو او خبرونو وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

د یادونې ده چې ا.ا د حجاب مراعاتولو لپاره په ښار کې هم د محتصیبونو په نامه کسان ګمارلي دي چې د ښار په یو شمېر سیمو کې ښځو ته د حجاب مراعتولو سپارښتنې کوي.

Leave a reply