سیګار راپور ورکړی چې، آن ۲۰۲۱ م کال کې بلاک هاک چورلک‌ې لۀ کاره لوېدلې دي 

0
225

سیګار راپور ورکړی چې، آن ۲۰۲۱ م کال کې بلاک هاک چورلک‌ې لۀ کاره لوېدلې دي 

سیګار چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تېرو دوو لسیزو د بیا رغونې هڅې څېړي دغه راز وایي، دا چورلکې پر داسې مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وې چې د افغان سرتېرو په اډو کې په ورځني ډول لسګونو سرتېرو د مهماتو او طبي توکو نه لرلو له امله ساه ورکوله.

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سیګار وایي چې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال په پسرلي کې د امریکایي روزونکو او مسلکي کسانو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې امریکایي بلک هاک چورلکې له خاورو سره خاورې شوې دي.

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) د تېر شل کلن ماموریت د زده کړو تر عنوان لاندې په خپل وروستي راپور کې د پخوانيو افغان جنرالانو له خولې ویلي چې د امریکایي قراردادیانو تر وتلو وروسته ۶۰ سلنه بلک هاک چورلکې له کاره ولوېدې.

یاد جنرال ویلي چې نه امریکایي چارواکو او نه هم د وخت افغان رژیم د یادو چورلکو د بیا فعالولو لپاره پلان او هوډ درلود چې بلاخره یادې چورلکې له خاورو سره خاورې شوې.

Leave a reply