د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده 

0
166

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده 

په ورته وخت کې متقي هم د یاد سازمان له لوري د همکاریو مننه کړې ده او زیاته یې کړه چې د او آی سي سازمان غړي هیوادونو څخه یې هیله ده چې افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه په ښه ډول استفاده وکړي.

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر دوکتور محمد سعید آل عیاش ویلي چې اسلامي هېوادونه د افغان ولس لاسنیوي ته بشپړ چمتووالی لري او یاد هېوادونه به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

آل عیاش زیاته کړې  چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هیوادونه د افغان ولس د لاسنیوي نیت او چمتووالی لري.

Leave a reply