فرانسې او ازبکستان د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

تاشکند کې د فرانسې سفيرې د ازبکستان د ټولو هغو هڅو مننه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لاره کې يې کړې دي. د ازبکستان په هڅو کې ترمذ ښار کې د بشري مرستو دهليز هم شامل دی چې ملګرو ملتونو يې د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.
(2022 / 5 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف په تاشکند کې د فرانسې له سفيرې اوليا بوشز سره کتلي او د افغانستان اړوند موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
له ازبکستانه په راپورونو کې ويل شوي چې ازبک او فرانسوي لوريو افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې لپاره د اسانتياوو پر ډيرولو هوکړه کړې ده.