روسي دیپلومات ویلي چې، د غذایي خوندیتوب د لویديځ احمقانه پالیسیو لۀ خنډ سره مخ کړی  

0
193

روسي دیپلومات ویلي چې، د غذایي خوندیتوب د لویديځ احمقانه پالیسیو لۀ خنډ سره مخ کړی  

نړيوال روسيې ته د پړې ګوته نيسي چې ګواکي پر اوکراين د بريد له کبله يې نړۍ له لوږې سره مخ کړې ده؛ خو روسيه بيا دا پړه نه مني او وايي چې نړۍ پر اوکراين د روسيې تر بريد وړاندې هم له دې ستونزې سره مخ وه.

 

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په واشنګټن کې د روسيې سفير اناتولي انتونوف ويلي، د نړۍ غذايي خونديتوب د لويديځو هيوادونو د مشرانو احمقانه اقتصادي پاليسو او اقداماتو له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه ويلي، د نړۍ غذايي خونديتوب له تېرو څو کلونو راهيسې له ګواښ سره مخ و، خو په وينا يې چې پر روسيې د لويديځو هيوادونو د غير اصولي بنديزونو له کبله دا چاره پر ناورين واوښته.

د ياد روسي ډيپلوماټ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په وروستيو کې په نړيواله کچه د خوړو د کمښت په تړاو اندېښنو زور اخيستی دی.

نړيوال روسيې ته د پړې ګوته نيسي چې ګواکي پر اوکراين د بريد له کبله يې نړۍ له لوږې سره مخ کړې ده؛ خو روسيه بيا دا پړه نه مني او وايي چې نړۍ پر اوکراين د روسيې تر بريد وړاندې هم له دې ستونزې سره مخ وه.

اوکراين او روسيه خوړو ته د نړۍ د اړتيا ۳۰ سلنه برخه برابروي. په وروستيو کې پر روسيې د لويديځو هيوادونو له لوري سخت بندیزونه لګول شوي چې له کبله يې نړۍ ته د خوړو د لېږد چاره هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

Leave a reply