سیګار د بهرنیو ځواکونو وتل د تېر نظام د ړنګېدو لامل ګڼلی دی

سیګار د بهرنیو ځواکونو وتل د تېر نظام د ړنګېدو لامل ګڼلی دی
سرچینه کاږي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو یو کال مخکې له افغان پوځ سره د امریکا مرستې کمې شوې وې، د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې وه، ولسمشر په پوځ کې د خپلو کسانو په ځای پر ځای کولو بوخت و او ان له یوې کودتا یې هم وېره لرله.
(2022 / 5 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سیګار وايي له افغانستان د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل د پخواني حکومت د ړنګېدو اصلي لامل و. سیګار په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د ړنګېدو په تړاو یې تازه جزیاتو او پلټنو ته لاسرسی پيدا کړی دی.
سرچینه کاږي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو یو کال مخکې له افغان پوځ سره د امریکا مرستې کمې شوې وې، د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې وه، ولسمشر په پوځ کې د خپلو کسانو په ځای پر ځای کولو بوخت و او ان له یوې کودتا یې هم وېره لرله.
سرچینه کاږي چې بې باوري او د ملاتړ نه لرل تر څنګ یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل ددې سبب شول چې د پوځ مورال ضعیف شي او پخوانی حکومت سقوط شي. سیګار وایي د افغانستان د مخکیني حکومت د پرځېدو په اړه لا ډېرو پلټنو ته اړتیا ده.






