جاپان د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي 

0
245

جاپان د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي 

یاد وزارت زیاتوي، د جاپان سفیر د ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکولو او په کابل کې د دې هېواد د سفارت بیاپرانیستلو ژمنه هم کړې ده. د یادونې ده چې د جاپان سفیر تر دې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان سره بشري مرستې په دې مانا دي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

(2022 / 5 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا ویلي چې هېواد یې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی به د افغانستان له نوي حکومت سره همکاریو ته دوام ورکړي او دغه راز به د اړمنو افغانانو لاسنیوی هم دوامداره وساتي.

تاکاشي اوکاډا دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او سټراټیژي له مرستیال فیض‌الله جلال سره په لیدنه کې کړې دي.

Leave a reply