د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ا.ا باید پۀ عمل ثابته کړي چې دښمني نۀ پالي 

0
45

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ا.ا باید پۀ عمل ثابته کړي چې دښمني نۀ پالي 

نوموړي زياته کړې چې ا.ا باید د لوړو ټولګیو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او مېرمنو ته د ټولنې او هيواد د هوساينې او معيشت په ښه کولو کې ونډه ورکړي. د پرايس په خبره، د ا.ا چارواکي بايد په عمل کې ثابته کړي چې دښمني نه پالي.

(2022 / 5 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ا.ا د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين د هغو خبرو په غبرګون کې چې ويلي يې وو، امريکا ته د دښمن په نظر نه ګوري، ويلي چې غواړي د خبرو پر ځای د ا.ا د چارواکو عمل وګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې ويلي چې د امريکا متحد ايالتونه د حقاني څرګندونې ته په شکمن نظر ګوري.

Leave a reply