د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ یو مهم پرمختګ شوې
باغی ټي وي رپورټ
د مذاکراتو په اړه د تحریک طالبان پاکستان د عمر میډیا څخه یو خبر خپور شوې دې، په دې خبره کښې د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمینځ یو مهم پرمختګ په اړه خبرې شوي دي.
په دې خبرپانړه کښې وایی چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د پاکستان د حکومت د مرکزي کمیټې ترمنځ خبرې روانې دي.
بل لوري ته د محسود قبيلې څلور غړي هم په دې خبرو کښې شامل دي. په دغه کمېټۍ کې چې د ملاکنډ ډويژن د بېلا بېلو قومونو نهه استازي هم پکښې شامل وو.
د خبرو لپاره دې کیمټیو په ۱۳ او ۱۴ د میی ملاقاتونه وکړه او د دواړو اړخه چې کومه غوښتنه وه چې ترڅو د امن لپاره خبرې روانې وی له هر یو اړخ باید د ډزبندۍ اعلان وشي.
له همدې امله دواړو خواوو د دوی غوښتنې ومنلې او د مې تر ۳۰ مې پورې یې اوربند اعلان کړو.
د یادونې ده چې تیر کال ۲۰۲۱ په ۱۲ نومبر هم د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یو بیان کې ویلي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان تر منځ په خبرو کې د لومړي پرمختګ لپاره هیله لري.