د ا.ا.ا TTP او پاکستان نه د یو بل زغملو غوښتنه کړې

0
113

د ا.ا.ا TTP او پاکستان نه د یو بل زغملو غوښتنه کړې

مجاهد څرګنده کړې ده چې د افغانستان ا.ا د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو لړۍ په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یو او بل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

 

(2022 / 5 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا په کابل کې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ترسره کېدل تایید کړي دي.

د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د ا.ا په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق شوی دی.

مجاهد څرګنده کړې ده چې د افغانستان ا.ا د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو لړۍ په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یو او بل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

د یادونې ده چې پرون داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی رییس فیض حمید له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

Leave a reply