د پي ټي آئي دعوې څومره حقيقت دي او څومره تشې قیصې، نن شبر زيدي او اسد عمر په کهرا سچ پروګرام کښې خبرې کوي

0
184

باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټلویزیون د راپور له مخې، د عمران خان د حکومت له نسکوریدو وروسته کله چې د اپوزیشن اتحادي حکومت منځ ته راغی، شهباز شریف لومړی وزیر شو او اتحادي ګوندونه هم په وفاقي کابینه کې شامل کړې شول.

حکومت تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، چې خلکو ته څه ډول اسانتیاوې برابرې شي، د ډالر ارزښت په پرله پسې لوړېږي، خوراکي توکي ورځ تر بلې ګرانېږي، شهباز شریف له وزیر اعظم کېدو وروسته ویلي وو، چې خپل کالي به خرڅوم. خو زه به د غریبانو لپاره اوړه ارزانه کړم، خو اوړه نور هم ګران شوي دي،تراوسه د حکومته له لوري اولس ته هیڅ کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د هیواد اقتصادي وضعیت څنګه دی؟ په ورځپاڼو کې د حکومت له خوا اعلانونه کېږي، تېر حکومت د هېواد د اقتصاد د تباهۍ مسوول بلل کېږي، لکه څنګه چې پي ټي ايي په تېرو حکومتونو پړه اچوله چې دا اقتصادي او د اولس ستونزې د پخواني حکومت له وجهې دي نو اوس مسلم لیګ (ن) هم هغه کار کوي او وایی چې پي ټي آیی ددې ټولو ستونزو ذمه وار دي. په داسې وخت کښې د اقتصادي ښه کولو لپاره او د اقتصاد په اړه بیړني حالت د لګولو خبرې او مشورې ورکول کیږي.

په نن سبا کښې د ملک اقتصاد څه حال دی؟
ایا د پي ټي ائي دعوې ریښتیا دي، په کهرا سچ پروګرام کښې د سینئیر خبریال او اینکر پرسن مبشر لقمان خپرونه به نن د چهارشنبې په ورځ ماسخوتن لس بجې په پي این این ټي وي خپریږي.
د باغي ټي وي رپورټ مطابق په دې خپرونه کښې به د پي ټي آیی د حکومت وزیراسد عمر او شبر زیدي یو بل ته مخامخ شي.
شبر زیدي چې د پي ټي ايي په حکومت کې د ایف بي آر مشر هم پاتې شوی دی د ایف بی آر د څوکۍ پریښودلو وروستو په یو دستوره کې ویلي دي چې هیواد دیوالیه شوی دی، شبر زیدي ویلي چې مونږ به ویل چې ډیر ښه بدلون مو راوستو خو دا غلطه ده. هغه ویلي دي چې دی خلکو ته دوکه مه ورکوه زه به دا کار وکړم زه به داسې اقتصادي پرمختګ راوړم دا ټول فریب او د دهوکې خبري دي ، که مونږ وایو چی هر څه ښه دی خو هرڅه ښه نه دی او په حقیقت کې داسې نه ده.
نن شپه به اسد عمر او شبر زیدي د مبشر لقمان پوښتنو ته ځوابونه ورکوي او د هیواد په اقتصادي او وسني حالت به خبرې کوي، پي ټي آی د هیواد اقتصاد ښه کړی او یا یې اقتصاد د تباهۍ کندې ته اچولی، نو نن شپه لسو بجو پورې انتظام وکړې او د مبشر لقمان کهرا سچ پروګرام ضرور اوګورې.

Leave a reply