د پاکستان پۀ شمال کې د TTP دوه مهم قومندانان وژل شوي دي

د پاکستان پۀ شمال کې د TTP دوه مهم قومندانان وژل شوي دي
خو په افغانستان کې د ا.ا.ا سرپرست حکومت ویلي، چې هېڅ وسلهوالې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد له خاورې یې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پوځ پرون (سهشنبه، ثور ۲۷مه) د دغه هېواد په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د دوو محلي قوماندانانو د وژلو خبر ورکړی.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا طالب قوماندانان په شمالي وزیرستان کې، چې له افغانستان سره نږدې دی، د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د TTP بریدونو زور اخیستی او د دغه هېواد پر پوځیانو یې بریدونه ډېر کړي دي.
بلخوا پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي، چې زرګونه سختدریځه پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان پر پوځیانو بریدونه طرحه کوي.
خو په افغانستان کې د ا.ا.ا سرپرست حکومت ویلي، چې هېڅ وسلهوالې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد له خاورې یې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.






