یونیسف: افغانستان کې لۀ میلیون نه زیات ماشومان د مرګ لۀ ګواښ سره مخ دي 

0
197

یونیسف: افغانستان کې لۀ میلیون نه زیات ماشومان د مرګ لۀ ګواښ سره مخ دي 

دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۰ میلیونه ماشومان د اوکراین جګړې او وچکالۍ له امله د لوږې له سخت حالت سره مخ دي. که څه هم په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د نړیوالو په مرستو کې زیاتوالی راغلی، خو لا هم ۵۰ سلنه افغانان د نړۍ چټکو مرستو ته اړتیا لري.

(2022 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په روان میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

دغه سازمان پرون (سه‌شنبه، د ثور ۲۷مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی او وايي چې له ۲۰۱۸ راپدېخوا دا شمېره دوه برابره زیاته شوې ده.

یونیسف ویلي، چې ډېری افغان ماشومان د سخت ډنګروالي له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دي، ځکه د دوی د بدن دفاعي سیستم کمزوری شوی دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته اقتصادي بحران، له افغاننستان سره د سیمې او نړۍ د مرستو کمېدل او د افغانستان د شتمنۍ کنګل‌کېدل د دې بحران اصلي لاملونه دي.

تر یونیسف وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب صندوق (Save The Children) هم راپور ورکړی، چې په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې په هدف د نړیوالو اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي.

Leave a reply