افغان حکومت وايي د ملګرو ملتونو ټولو معاهدو او کنوانسیونونو ته ژمن دي
افغان حکومت وايي د ملګرو ملتونو ټولو معاهدو او کنوانسیونونو ته ژمن دي
بنت په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د رسنیو پر راپورونو تکیه نه کوي نو ځکه راغلی څو دلته د بشري حقونو وضعیت، د ښځو د حقونو وضعیت، د مدني ټولنو، بیان ازادۍ او دې ته ورته بشري آزادیو په اړه هر څه له نږدې وڅاري.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وايي د ملګرو ملتونو ټولو معاهدو او کنوانسیونونو ته ژمن دي. د افغانستان د ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له ځانګړي راپورتر ریچارډ بنت سره کتلي دي.
بنت په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د رسنیو پر راپورونو تکیه نه کوي نو ځکه راغلی څو دلته د بشري حقونو وضعیت، د ښځو د حقونو وضعیت، د مدني ټولنو، بیان ازادۍ او دې ته ورته بشري آزادیو په اړه هر څه له نږدې وڅاري.
په دې لیدنه کې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي چې دوی د اسلام په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي او په خبره یې د خپل فرهنګ په چوکاټ کې د بشر آزادي مني.
هغه همدا راز ټینګار کړی چې بشري حقونه تر پخوا ښه رعایت کېږي و د ملګرو ملتونو ټولو هغو معاهدو او کنوانسیونونو ته ژمن دي چې له افغاني کلتور او اسلام سره په ټکر کې نه وي.