کابل کې د جاپان سفیر: نړۍ غواړي افغان حکومت سره تعامل وکړي

0
281

کابل کې د جاپان سفیر: نړۍ غواړي افغان حکومت سره تعامل وکړي

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي. هغه څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.

 

(2022 / 5 /  17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې په افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ډاډمن دی او په خبره یې د افغانستان اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي. هغه څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي.

اوکادا له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې ده چې جاپان په افغانستان کې د نیمګړو پروژو په برخه کې اړین اقدامات وکړي.

Leave a reply