صدر پاکستان د متحده اماراتو سفیر سره لیدنه کړې ده

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو (UAE) سفارت ته لاړ او د ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینې یې د متحده عربي اماراتو شاهي کورنۍ، خلقو او د متحده عربي اماراتو حکومت ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړې او هغوی ی سره ی خواشینې څرګنده کړې ده.
د اې پي پي رپورټ مطابق ولسمشر د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه د خواشینۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه د پاکستان خلک ژور خفه دي ځکه چې هغه د پاکستان رښتینی او مخلص دوست وو.

Leave a reply