عمران خان په دې زمکه فساد دې، ټولو ملکي ادارو ته د عمران خان اصلیت معلوم شو: رانا ثناالله ، وزیرداخله

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان د يو نيم نه تر دوه سوه چارواکو سکيورټي اخستې ده، وزیر داخله که عمران خان ته نوره سیکوریټي په کار وي نو مونږ ته دې اووایي.

د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل که چرې د عمران خان د ګواښ ويډيو چرته پټه وي نو شريکه دې کړي، مونږ په دې اړه عدالتي کميشن جوړولو ته تيار يو.

ده ووئيل عمران خان فتنه ده او په دې زمکه د فساد نامه ده، هغه اوویل چې فتنه باید له منځه يوړل شي، هر متحد په دې پوهېږي چې پخوانى وزيراعظم فسادي دې، نو هيڅ ملګرتيا به دده سره و نه کړي.
وزیرداخله اوویل چې ملکي ادارو وس عمران خان پیژندلې دې او د عمران خان اصلیت او حقیقت ورته ښه معلوم شوې دې.

Leave a reply