اتم پاکستاني هم د ماونټ ایورسټ سر ته اوخت، په ماونټ ایورسټ ی قامي بیرغ پورته کړو

0
40

باغی ټي وي رپورټ
عبدالجوشي چې د پاکستان د غره ختونکو په حلقو کې د Pathfinders په نوم مشهور دی، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ماونټ ایوریسټ سر ته په ختلو کې بریالۍ شوې دې.
د رسنیو د راپورونو مطابق هغه په ماونټ ایورسټ د پاکستان قومی بیرغ هم پورته کړو.
د عبدالجوشي ډلې تایید کړه چې دغه ۳۸ کلن غره ختونکي د دوشنبې په سهار په بریالیتوب سره دغه غره ته پورته شو نوموړي د ماونټ ایورسټ چې ۸۸۴۹ میټره لوړوالۍ لري،سر ته ی په ختلو کې بریالۍ شوې دې، دا اتم پاکستانی دی چې ماونټ ایوریسټ سر ته ختلې دې.
تر ده وړاندې مرزا علي بيګ، ثمينه بيګ، عبدالجبار بهټي، شهروز کاشف، سرباز علي، نذير صابر او حسن سدپاره هم د ماونټ ايورسټ سر ته رسېدلي وو.د هنزه څخه عبدالجوشي تېر کال په ګلګت بلتستان کې تر ټولو ستونزمن غر پاسو کونز غر سر ته هم اوختل.

Leave a reply