په کراچۍ کې چاودنه شوې ده

یوه ښځينه په شمول ۱۶ کسان نور ټپیان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په کهارادر سيمه کې د چاودنې له امله يوه ښځه وژل شوې او شاوخوا ۱۶ نور ټپيان دي. چاودنه بیګا د شپې په نهه ۹ بجې او ۱۶ دقیقې شوې ده.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه د خارادار د پولیسو د تهاڼې په حدودو کې د میمن جومات ته څېرمه د اقبال کلاتهه مارکیټ سره شوې ده. له چاودنې وروسته د جامو په یوه پلورنځي کې اور ولګېد، چې اوس تر کنټرول لاندې راغلی دی.

د لومړنیو تحقیقاتو له مخې بم په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو او په چاودنه کې د کهارادر د امنیه قومندانۍ د پولیسو موبایل له منځه تللی دی.

د ايس ايس پي سټي شبير سيټهار وينا ده چې وژل شوې زنانه په ريکشا کې سپاره وه چې د پوليس موبائل په معمول ګشت روان وو چې چې په یو موټر سائيکل کښې ايښودل شوي بارودي مواد وچاودیدل.

په ټپیانو کې پولیس هم شامل دي ، پوليس وائي چي په چاودنه کښي د پوليس موبائل په نښه کړے شوے دے۔

چاودنې په سيمه کې ګڼ موټرسايکلونه سوځولي او تباه کړي او د پوليسو يو موټر يې هم سخت زيانمن کړی دی.