د فوځ او ریاستي ادارو په ضد بیانونه، پیمرا ی نوټس اخستې دې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان رياستي ادارو او ملي فوځ په ضد د نفرت بيان نشرولو په اړه په رسنیو نظر ساتلو ادارې پیمرا نوټس اخستې دې.

پيمرا په خبري او کرنټ افيرز چينلونو د پروګرامونو، ټاک شوز او مختلفو عوامي جلسو او غونډو په ژوندۍ کوريج کې د رياستي ادارو په خاصه توګه د عدليې او پوځ په ضد د منفي، سپکاوي او نفرت ډکو موادو د خپرولو سخت نوټس اخستی او خبرداری يې ورکړی دی چې ددې ادارو په ضد دې د مسخرې کولو څخه ډډه وکړي.
په یو بیان کې ویل شوي دي چې په دې لړ كښې دې د پيمرا قوانينو او د عدالت لخوا جاري شوي احکاماتو باندې عمل وکړې شي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) په وار وار د مختلفو لارښوونو له لارې ټي وي چينلونو ته د پيمرا د قوانينو او د عدالت د حکمونو د تعقيبولو لپاره په وار وار غوښتنه کړې چې د پیمرا قانونی دې اومنل شي.
خو په دې وروستیو څو اوونیو کې دغه چینل په دې اړه ډېر مغرضانه مواد خپروي چې د دولتي بنسټونو د توهین او سپکاوي راځي او د دولتي بنسټونو پر ضد تبلیغات دي.
پيمرا يو ځل بيا ټولو سټلايټ ټي وي چينلونو ته په کلکه هدايات ورکړي چې د خپلو نشراتو په خاصه توګه د عامه غونډو، جلسو او بريښنايي ميډيا (اعتراضونو او پروګرامونو) د کوریج لپاره د 2015 د کوډ آف کنډک لاندې يو بې طرفه او خپلواک ادارتي بورډ جوړ کړي. دې ادارې سټلایټ چینلونو ته هم خبرداری ورکړی چې په خپل پلیټ فارم کې د عدالتونو او فوځ په ګډون د هیڅ دولتي ادارې پروړاندې د هر ډول د سپکاوي وړ موادو له خپرولو ډډه وکړي.
ټولو چينلونو ته خبردارے ورکړے شوے دے چې په دې لړ کښې د کومې قصدي/غير ارادي غلطي په صورت کښې به د پيمرا آرډيننس 2002ء د سيکشن 27 مطابق د پيمرا (ترميمي) ايکټ 2007 له نوټس پرته د پروګرام/ټاک شو بندولو، شق 29 لاندې تر لسو لکو روپیو پورې جریمه کړې شي او د 30 مادې لاندې قانوني د لایسن بندول یا یا لغوه کول او د نشراتو ځنډولو په شان ګامونه واخستل شي.

Leave a reply