د خبریال خادم خان آفریدي د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره شوې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر باړه پريس کلب پخواني صدر او خبریال خادم خان آفريدي د خوشي کيدو لپاره خيبر چوک کښې احتجاجي مظاهره وشوه.
په دې مظاهره کې د خېبر ضلعې درې پريس کلبونو صحافيانو ټولنې، باړه پوليټيکل الائنس او د سول سوسائټي مشرانو، د سوداګرو اتحادیی مشرانو د باړه بازار په خیبر چوک کښې احتجاجي مظاهره وکړه.
مظاهرچيانو په لاسونو کښې پلے کارډونه نيولي وو چې پکښې د خبريال خادم خان آفريدي په حق کښې او د پوليس افسرانو خلاف نعرې لیکل شوې وي.
مظاهره کوونکو مشرانو د لوړ پوړو چاروکو څخه غوښتنه وکړه چې خبریال خادم خان آفريدي دې زر ترزره خوشي کړے شي۔







