وزیراعظم سبا د اتحادي ګوندونو مهمه غونډه رابللې ده

0
111

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف په سمدستي انتخاباتو يا سختو اقتصادي پريکړو د بحث لپاره سبا د نهې په ورځ د اتحادي ګوندونو یوه مهمه غونډه رابللې ده.

دسرچينو ترمخه دوزيراعظم په مشرۍ کې به سبا د اتحادي ګوندونو غونډه کيږي ، ټاکل شوې چې په دې غونډه کښې به په موجوده سياسي صورتحال خبرې اترې کيږي.
سرچينې وائي په دغه غونډه کې به دو ه لارې وړاندې کړل شي، يا به سمدستي انتخابات کيږي او يا به سختې پريکړې کيږي، په دغو دواړو آپشنونو به ټول اتحادي ګوندونه مشوره کوي.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې دترسره شوؤ پرېکړو په اړه اتحاديان په اعتماد کې اخستل پيل کړي دي، وزيراعظم شهباز شريف به نن اصف علي زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان سره هم ليدنه کوي.
دا خبره ضروري ده چې وزیراعظم شهباز شریف څو ورځې وړاندې د لندن سفر هم وکړو او د هیواد په سیاسي او اقتصادي صورت حال او بحران ی پخواني وزیراعظم میا نواز شریف سره مهمه غونډه او ټینګار وکړو.

Leave a reply