عمران خان دې د اسټبلشمنټ په ځای په سیاسي مشرانو نیوکې وکړي: پرویز الهي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهي وايي حکومت د وخت په تېرېدو بې اعتمادۍ کې کامياب شوي او اسټيبلشمنٹ څه نه دي کړي، آيا له دې نه زياته بې طرفي شته؟ پروایز الهي اوویل چې عمران خان دې د اسټبلشمنټ نښه کولو پر ځای دې سياسي مخالفين په نښه کړي.
مريکائي براډکاسټنگ کارپوريشن ته په يوه مرکه کې چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې دعمران خان دحکومت ړنگولو کې بايد دګټې نه بلکې دضرر خبره وي، له دې څخه زيات غير جانبداري ده نو ځکه دا خبره سمه نۀ ده چې هغوي غير جانبدار یعني نیوټر نه دي. ، دوی بې طرفه یعني نیوټرل دي.
ده ووئيل په وفاقي كچه د وخت نه مخكې ټاكنې كولو كښې كومه ستونزه نه ده او زياته يې كړه چې د غونډو او لانګ مارچونو فشار د انتخاباتو ترسره كولو لپاره وو، په داسې حال كښې چې عمران خان غواړي صوبائي حكومتونه خپله موده پوره كړي۔






