وزیرداخله رانا ثناالله عمران خان ته مهم وړاندیز کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د خپل ژوند د خطر په اړه د بیان په ځواب کې وزیر داخله یو مهم بیان جاري کړې دې.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دې پېښې د څېړلو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو وړاندیز کړی.
خپل يو بيان كښې رانا ثناء الله ووئيل چې پخوانى وزيراعظم عمران خان نيازي د امريكې د سازش په شان اوس په پرله پسې توګه د خپل ژوند د خطرې په اړه بيانونه وركوي۔
وزیرداخله اوویل چې حكومت عمران نيازي ته د ممكنه خطرې په اړه پلټنې كولو ته تيار دې.
هغه اوویل چې که عمران نیازي وغواړي نو حکومت د ژوند د ګواښ په اړه یو عدالتي کمېشن هم جوړولی شي، عدالتي کمېشن به د عمران نیازي له لوري د ورکړل شویو شواهدو او معلوماتو له کتلو وروسته خپلواکه پرېکړه وکولې شي.
د یادونې ده چې په دې نزدې تیر ورځو کې عمران خان په سیالکوټ کې یوې غونډې په مهال اوویل په ملک کښې او د ملک بهر دده د وژنې لپاره سازش روان دې او یوه ویډیو ی ریکارډ کړې او د هغه د وژنې سازش جوړونکو نومونه ی په کښې ښودلې دي.





