ترکیې د افغان ترک لیسې مدیر پر وژنه ژوره خواشیني ښودلې ده 

0
163

 ترکیې د افغان ترک لیسې مدیر پر وژنه ژوره خواشیني ښودلې ده 

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ترکیه د افغان ترک – امید خصوصي ښوونځي پر مرستیال برید غندي او زیاتوي چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او قانون ته وسپارل شي.

 

(2022 / 5 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکیه وایي، هغه کسان دې ژر تر ژره ونیول شي، چې په کندهار کې یې د افغان ترک – امید خصوصي ښوونځي مرستیال وژلی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د «مدیر ارشاد احمد فضلي» پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښوولې او د بریدګرو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ترکیه د افغان ترک – امید خصوصي ښوونځي پر مرستیال برید غندي او زیاتوي چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او قانون ته وسپارل شي.

یاد وزارت د «مدیر ارشاد احمد فضلي» له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې ده.

د افغان ترک ـ امید خصوصي ښوونځي مرستیال مدیر ارشاد احمد فضلي د ناپېژاندو کسانو لخوا د مۍ میاشتې پر ۱۴مه د کندهار ښار په عینو مېنه کې ووژل شو.

Leave a reply