امینتي ځواکونو غزني ولایت کې درې کسه د وسلو د قاچاق پۀ تور نیولي دي

0
190

امینتي ځواکونو غزني ولایت کې درې کسه د وسلو د قاچاق پۀ تور نیولي دي

تر دې وړاندې څو ځله امنیتي ځواکونو د وسلو د قاچاق‌کوونکو د نیولو خبر ورکړی و.ویل کېږي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ډېر شمېر وسلې او جنګي تجهیزات د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

(2022 / 5 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غزني امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې درې هغه کسان نیول شوي، چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې.

د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، دغو کسانو غوښتل، چې یو شمېر وسلې په لارۍ موټر کې پاکستان ته ولېږدوي، چې د امنیتي مسوولینو لخوا پېژندل شوي دي.

دغه آژانس د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې امنیتي مسوولینو پر دې سربېره د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې هم د وسلو دوه قاچاق‌کوونکي نیولي دي.

Leave a reply