ننګرهار کې د تېرې ورځې چاوندې لۀ امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

ننګرهار کې د تېرې ورځې چاوندې لۀ امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
مسوولینو زیاته کړې، چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته وړل شوي دي. د ننګرهار امنیه قوماندان دا هم ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې روانې کړې دي.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ننګرهار کې مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په «کوز کنړ» ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.
دا پېښه پرون دوشنبه د ثور په ۲۵مه د یوې مېلې پر مهال رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په خبره، چاودنه پر یوه سوزکيډوله موټر پسې د مقناطیسي ماین له نښلولو وروسته رامنځته شوې ده.
مسوولینو زیاته کړې، چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته وړل شوي دي. د ننګرهار امنیه قوماندان دا هم ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې روانې کړې دي.






