که چا هم عمران خان ونیول نو د هغه پاتې کیدل به په پاکستان کې ګران شي: فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشر فواد چوهدري خبرداری ورکړی چې عمران خان که چا ونیول نو د هغه پاتې کیدل به په پاکستان کښې ډیر ګران شي.
اسلام آباد کښي ميډيا سره خبرو کښي فواد چوهدري وئيلي دي چي پاکستان تحريک انصاف د ملک اقتصاد قوي کړو او په داسې وخت کې د واک لرې کړې شو، هغه اوویل چې پاکستان په يو خطرناک اقتصادي بحران کښي اچولے شوے دے۔
یو د خزانې وزیر اسحاق ډار په لندن کې ناست دی او بل په پاکستان کښې دې، هغه زیاته کړه چې پاکستان په ښکار توګه د کنګل کیدو په لور روان کړې شوې دې. د يوې پوښتنې په ځواب کې فواد چوهدري وويل، چې په پرله پسې ډول يو ډول تجربه تکرارول حماقت دی، هغه زیاته کړه چې ډېرې تجربه وکړې شوې او شهباز شریف دې کور ته ولېږل شي او ټاکنې دې وشي.






