ا.ا د پخواني ولسمشر حامد کرزي اماراتو ته د سفر مخنیوی کړی

ا.ا د پخواني ولسمشر حامد کرزي اماراتو ته د سفر مخنیوی کړی
دغه سرچینه زیاتوي، چې کرزي غوښتل د عربي متحده اماراتو د پخواني حکومت رئیس او د اوبوظبۍ حاکم د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه د سفر لپاره په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفارت هم اړینې تابیاوې نیولې وې.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سرچينې وايي، پرون ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینېو رسنيو ته تائید کړې، چې ا.ا عربي متحده اماراتو ته د پخواني ولسمشر کرزي د سفر مخنیوی کړی دی.
دغه سرچینه زیاتوي، چې کرزي غوښتل د عربي متحده اماراتو د پخواني حکومت رئیس او د اوبوظبۍ حاکم د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه د سفر لپاره په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفارت هم اړینې تابیاوې نیولې وې.
د دغې سرچينې دمعلوماتو له مخې، دا موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره هم شریکه شوې وه خو په پای کې عربي متحده اماراتو ته د کرزي له سفر او د فاتحې په مراسمو کې د ګډون مخنیوی وشو.
بهرنیو چارو وزارت او د ا.ا ځينو ویاندویانو په دې هکله بې خبري ښودلې ده.






