ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده
ایران داسې مهال دغه اقدام کوي چې په وروستیو کې یې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پيل کړې ده، خو افغان کډوال په دې باور دي چې ایرانی حکومت یوازې په دې توګه د دوی آدرسونه پیدا کوي څو یې ایستل ورته اسانه شي.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې ایران په وروستیو ورځو کې په اجباري توګه د افغان کډوالو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او همدا تېره ورځ تر زرو ډېر افغان کډوال را ایستل شوي دي.
په دې کې ګڼې کورنۍ او نور هم په انفرادي ډول ایستل شوي دي. له نیمروز راپورونه وايي چې ایران په یوه ورځ کې شاوخوا ۱۲۶۵ کسان په زور او جبر له خپلې خاورې ایستلي دي.
ایران داسې مهال دغه اقدام کوي چې په وروستیو کې یې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پيل کړې ده، خو افغان کډوال په دې باور دي چې ایرانی حکومت یوازې په دې توګه د دوی آدرسونه پیدا کوي څو یې ایستل ورته اسانه شي.





