راتلونکې میاشت ازبکستان کې دافغانستان پۀ اړه غونډه جوړېږي 

0
102

راتلونکې میاشت ازبکستان کې دافغانستان پۀ اړه غونډه جوړېږي 

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت پېچلی دی او په خبره یې که چېرته نړیواله ټولنه ورته پام ونه کړي نو ممکن دغه هېواد له نه جبرانیدونکي اقتصادي او انساني ناورین سره مخ شي.

 

(2022 / 5 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په پام کې لري چې د روان میلادي کال په راتلونکې جون میاشت کې د افغانستان په محوریت په تاشکند کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.

یاد وزارت د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ولادیمیر ناراف له قوله ویلي چې په یاده ناسته کې به د یو شمېر ګاونډیو او هغو هېوادونو استازي ګډون وکړي چې په یو ډول نه یو ډول افغانستان کې ښکېل دي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت پېچلی دی او په خبره یې که چېرته نړیواله ټولنه ورته پام ونه کړي نو ممکن دغه هېواد له نه جبرانیدونکي اقتصادي او انساني ناورین سره مخ شي.

ناراف ټینګار کړی دی چې ټوله نړۍ د افغانستان پر وړاندې مسووله ده او باید د دغه هېواد د وضعیت په بیا رغونه کې خپل ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

Leave a reply