د کورنیو چارو وزارت د قاچاق او جنایي جرمونو پۀ تو پنځه تنه نیولي دي 

0
100

د کورنیو چارو وزارت د قاچاق او جنایي جرمونو پۀ تو پنځه تنه نیولي دي 

د دغه وزارت په خبره، په دې کسانو کې یو تن د غزني ولایت څخه د موټر سایکل د غلا په تور، ۳ تنه د هلمند ولایت څخه د بېلابېلو جرمونو په تور او یو تن په خوست کې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

 

(2022 / 5 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت د هېواد په درېیو ولایتونو کې د جنایي جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق په تور پنځه کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په خبره، په ۳ ولایتونو کې يې د جنايي جرمونو او مخدره توکو د قاچاق په تور ۵ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

د دغه وزارت په خبره، په دې کسانو کې یو تن د غزني ولایت څخه د موټر سایکل د غلا په تور، ۳ تنه د هلمند ولایت څخه د بېلابېلو جرمونو په تور او یو تن په خوست کې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د عامه نظم د اخلالوونکو پر وړاندې یې جدي اقدامات پیل کړي دي او خبرداری یې ورکړی دی، هر هغه څوک چې د خلکو ژوند نا ارامه کوي جدي چلند به ورسره وشي.

Leave a reply