هلمند کې پنځوس جریبه د کوکنارو کروندې لۀ منځه وړل شوي 

0
94

هلمند کې پنځوس جریبه د کوکنارو کروندې لۀ منځه وړل شوي 

یاد وزارت زیاته کړې ده چې د ا.ا د لوی مشر تر امر وروسته یې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو د کروندو پر له منځه وړل پیل کړی دی او دا چاره به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو یې ټولې ځمکې د کوکنارو له بوټو پاکې کړې نه وي.

 

(2022 / 5 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو مخدره توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګاوه، د لومړي ځل لپاره په هلمند کې د ا.ا له لوري د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوې دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هلمند کې یې پر ۵۰ جریبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې د ا.ا د لوی مشر تر امر وروسته یې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو د کروندو پر له منځه وړل پیل کړی دی او دا چاره به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو یې ټولې ځمکې د کوکنارو له بوټو پاکې کړې نه وي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې ا.ا د کوکنارو پر کښت، قاچاق، پېر او پلور بندیز ولګاوه او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلند خبرداری ورکړ.

Leave a reply