اسد عمر وایی چې عمران خان لګښتونه کم کړل او د تیلو بیعې ی زیاتې نه کړې

0
95

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر ادعا کړې ده چې عمران خان په خپل دوره کې د لګښتونو په کمولو سره د پټرول او ډیزلو بیه له ګرانېدو وژغورله او پاکستان اولس ته ی ریلیف ورکړو.

تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اسد عمر وويل دتير کال په پرتله سږکال دبريښنا په توليد کې لس فيصده زياتوالى راغلى خو دموجوده حکومت په اقتدار کې د بجلۍ لوډشيډنګ پيل شوى دى.

ده ووئيل په دوه مياشتو كښې د بهرنۍ اسعارو ذخائر 37 سلنه كم شوي او وزيراعظم د پرېكړې كولو جرات نه كوي۔هغه زياته کړه، چې دا مهال حکومت ته د کوم ځاى څخه پيسې نه ملاویږي، اوس له بهر څخه د پور اخيستلو پرته بله چاره نه لري، هغه اوویل په داسې حال کې چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، چين، IMF دوى ته هيڅ نه دي ورکړي او دا ټول يو بل ته ګوري.ده ووئيل دا فيصله منجمد كړې شوې۔هغه اوویل چې شوکت ترين ادعا وكړه چې مونږ د سبسډي لپاره د 466 اربه روپو فنډ انتظام کړې وو.

Leave a reply