پاکستان کښې جمهوریت ګټلې ده: وزیر خارجه بلاول بهټو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې عمران خان هم داسې غوښتل چې اسټيبلشمنټ ددوي ټائيګر فورس شي او هم ددوي ملاتړ وکړي.
کراچۍ کې استقباليه جلسې ته په وينا کې بلاول بهټو زرداري وويل ټولو ته دې مبارک وي، د پیپلز پارټۍ کارکوونکو :جیالو: ګټلي، دلته جمهوريت وګټله او څلور واړه صوبو وګټله.
بلاول اوویل چې مونږ ګوډاګې او نا اهل وزيراعظم کور ته لېږلی دې او مونږ ټول د یو جموریت له لارې بریالي شوي یو.
هغه اوویل چې هرکله چې د پيپلز پارټۍ جیالې د اساسي قانون د ساتنې، د وخت د ډیکټیټر او ظالم، په وړاندې ولاړ شي او مبارزه پیل کړي نو دا جیالې بریالي کیږي.
هغه وويل، کله چې په هېواد کې ګوډاګي واکمني په خلقو مقرر شو نو د پي پي نو د جیالو مبارزه پيل کړه، له لومړۍ ورځې څخه د ګوډاګي پر وړاندې ټينګ ودرېدل او ورته ی اوویل چې ته په جمهوري طریقه نه ی منتخب شوې بلکه په دې اولس مقرر شوې ي ، بلاول اوویل چې هم دغه شان زمونږ مبارزې او هڅو دوام وکړو.






