عمران خان ځکه ژاړي چې اسټبلشمنټ ی نمبر بلاک کړې دې: مریم نواز

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مريم نواز په یو بیان کښې وئيلي دي چې عمران خان ځکه ژاړي چې اسټيبلشمينٽ ی نمبر بند کړے او بلاک کړې دے، کوم نمبر ته چې تاسو زنګ وهلې، نو هغه ی بدل کړے دے، مریم نواز وایی چې انتخابات به هغه وخت کيږي کله چې زمونږ مشر له لندن څخه فيصله وکړي.
په ګجرات کې یوې جلسې ته په وینا کې مریم نواز وویل چې عمران خانه، لوبه د تل لپاره ستا له لاسه وتلې ده، عمران خانه، ستا لوبه د تل لپاره ختمه شوې ده، کله چې دې نمبر ته زنګ ووهئ، تاسو ته غږ راځي چې تاسو ته دا سهولت نشته.
نوموړې وایی چې نوازشريف له ټاکنو څخه نه ډاريږي، ټاکنو ته يې زړه ښه کړی و، د بې اعتمادۍ له ګټلو مخکې به ټاکنو ته ولاړ و، هغه وایی چې عمران خان خپلې چارې په خپله پرمخ وړي.
مریم نواز اوویل چې اوس به ټاکنې هغه مهال کېږي چې زموږ مشر پرېکړه وکړي.
مريم نواز وويل چې عمران خان چې کله خلقو ته ځي نو دوی ته يو غږ به راشي، : چې دا غلط نمبر دې: هغې اوویل چې انتخابات به هغه وخت کيږي چې زمونږ مشر له لندن څخه فيصله وکړي، مریم اوویل چې عمران خان هغه لومړى کس دى چې وايي په پاکستان ایټم بم وغورځوئ، تر څو چې نواز شريف وي نو پاکستان ته به هیڅ زیان نه رسیږي.






