سیګار خبر ورکړی چې، افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې او خلک لۀ لوږې سره مخ دي 

 سیګار خبر ورکړی چې، افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې او خلک لۀ لوږې سره مخ دي 

بلخوا په دې وروستیو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بیا په ټيټېدو دی او د کارپوهانو په باور چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر له لوړېدو سره د هېواد په بازارونو کې خوراکي توکي قېمته کېږي.

 

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي، چې له امله یې د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي کافي خواړه نه لري.

سیګار ویلي، چې په افغانستان کې یوازې د اوړو بیه د تېرو پنځو کلونو په نسبت ۸۱ سلنه لوړه شوې او خلک د خوراکي توکو له جدي ستونزو سره مخ شوي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، چې د ۲۰۲۲م له فبرورۍ راپدېخوا په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې څه ناڅه ټیټې وې، خو زیاتوي چې اوس دا بیې ورځ تر بلې بېرته لوړېږي.

همداراز تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم څو ځلې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بېوزلي پر زیاتېدو ده او د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي د خوړو نشتون له جدي ستونزې سره مخ دي.

بلخوا په دې وروستیو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بیا په ټيټېدو دی او د کارپوهانو په باور چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر له لوړېدو سره د هېواد په بازارونو کې خوراکي توکي قېمته کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载