د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې، د ا.ا نړۍوال مشروعیت پۀ کور دننه مشروعیت پسې تړاو لري

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې، د ا.ا نړۍوال مشروعیت پۀ کور دننه مشروعیت پسې تړاو لري
نوموړي ویلي، چې د ا.ا له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خبرې شوي او پر دې کار روان دی. نیکلسن وايي، چې په دې ورستیو ورځو کیې د ا.ا له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی ګڼلی.
توماس نیکلسون ویلي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید ا.ا بشري حقونه او د ښځو حقونه خوندي کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
ده د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د ا.ا له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خبرې شوي او پر دې کار روان دی. نیکلسن وايي، چې په دې ورستیو ورځو کیې د ا.ا له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.





