د امریکا او جرمني دفاع وزیرانو د اوکراین جګړې پۀ اړه خبرې کړې دي

د امریکا او جرمني دفاع وزیرانو د اوکراین جګړې پۀ اړه خبرې کړې دي
پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل روسي سیال سرګي شویګو په دې خبرو کې په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه او پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې سره کړي. پر اوکراین د روسیې پر یرغل د دوو نیمو میاشتو له اوښتو وروسته د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو پرون د لومړي ځل لپاره پر ټېلیفون خبرې وکړې.
پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل روسي سیال سرګي شویګو په دې خبرو کې په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه او پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په عین حال کې د جرمني صدراعظم هم په اوکراین کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې. اولاف شولتز پرون د روسیې پر ولسمشر ولادیمیرپوتین غږ وکړ، چې د اوربند غوښتنو ته غاړه کېږدي.
دا غوښتنې داسې مهال کېږي، چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډلې یا جي اوه د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې په ګډه به د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ملاتړ وکړي.