کارپوهانو پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزو مخ پر پراخېدو ښودلې 

کارپوهانو پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزو مخ پر پراخېدو ښودلې 

هغوی دا هم ویلي، که دغو ستونزو ته پر وخت پاملرنه ونشي، ښايي په ځمکه کې د اوبو سطحه نوره هم ټیټه شي او د پاکستان ډېرې سیمې د اوبو د کمښت له جدي خطر سره مخ شي.

 

(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني کارپوهانو ویلي، د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د ځمکې اوبه ټیټې شوې، چې له امله یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

ویل کېږي، د دغه هېواد په ډېرو برخو کې د اوبو سطحه ټیټه شوې، چې د کروندګرو په ګډون یې خلک د اوبو د کمښت له سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

پاکستاني چارواکو هم منلې، چې په ځمکه کې د اوبو سطحه ټیټه شوې، خو زیاته کړې یې ده، چې د اوبو د کمښت ستر لاملونه د ژورو څاګانو ایستل او د اوبو ناسم استعمال دي.

د چارواکو په خبره، چې د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې آن تر ۱۰۰۰ مترو پورې ژورې څاګانې کیندل شوې او د را ایستلو پر مهال ډېر ځله بېځایه کارول کېږي.

هغوی دا هم ویلي، که دغو ستونزو ته پر وخت پاملرنه ونشي، ښايي په ځمکه کې د اوبو سطحه نوره هم ټیټه شي او د پاکستان ډېرې سیمې د اوبو د کمښت له جدي خطر سره مخ شي.

په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت په خاطر د پاکستان په ډېرو سیمو کې پراخه لاریونه هم شوي او له حکومته پکې غوښتل شوي، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.