طورخم پوله د عام خلقو تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده رپورټ

0
74

طورخم پوله د عام خلقو تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده
رپورټ

طورخم: پاک افغان پوله د تجارت او د عام خلقو تګ راتګ لپاره پرانستل شوې ده. د سرچینو مطابق پاکستاني کولې شي چې د افغانستان نه پاکستان ته داخل شي او افغانستان کولې شی چې د طورخم له لارې خپل وطن ته واپس لاړ شي.

د سرچینو مطابق پاک افغان پوله د تجارت لپاره هم پرانستې ده او د پاکستان نه د ایکسپورټ مالونو نه ډک ګاړي افغانستان ته داخلیږي او هم دغه شان د افغانستان نه د سبزې او تازه میوې ګاړي هم پاکستان ته را روان دي.
یاده دې وی چې په ۱۵ پینځلسم اګست د ننګرهار ولایت او هم دغه شان پاک افغان پوله طورخم د افغانستان اسلامي امارت کنټرول لاندې راغلل او هم په دې ورځ د طورخم پوله د هر قسم تګ راتګ لپاره وتړل شوه چې له وجهې ی د پاکستان او افغانستان په طورخم کښې په سلګونو مسافر او د مالونو نه ډګ ګاړي بند پاتې شو.
په ۱۵ پینځلسم اګست د پاکستان او افغانستان د پولې چارواکو ترمینځ خبرې اترې وشوې او هم په دې ورځ پوله د دوه طرفه تجارت لپاره پرانستل شوه، په طورخم کښې سوداګرو د طورخم پوله د تجارت لپاره د پرانستلو هرکلې وکړو او ددې فیصلې ی ډیره ستاینه وکړه ځکه چې ددوی وینا وه چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت په دې تیرو څو کالونو کښې ډیر بد متاثر شوې دې.
دوی غوښتنه هم وکړه چې په طورخم دې سوداګرو ته سهولتونه ورکړل شی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ښه شي.

Leave a reply