شهباز شریف نه علاوه نور کردارونه هم میرجعفر او میرصادق دي: عمران خان

کوم خلق ی چې حکومت لپاره راوستل،دې نه دا ښه وه چې په پاکستان ی ایټم بم راغورځولې وې: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د اسټيبلشمنټ لخوا پيغامونه راځي خو زه له هيچا سره خبرې نه کوم، عمران خان وایی چې ما د هغه کسانو شمېرې بلاک کړي دي.
خان وایی تر څو چې ټولټاکنې نه وي اعلان شوي نو هیچا سره به خبرې و نه شي.

خبريالانو سره په خبرو کې عمران خان وويل چې د شهباز شريف نه علاوه هم مير جعفر او مير صادق شته دي.له عمران خان څخه وپوښتل شول چې ایا تاسو د دې کردارونو نوم اخلئ؟ هغه وویل چې د دغه کردارونو د نومولو وخت نه دی راغلی، کله چې وخت راشي نو زه به ددوی نومونه واخلم. عمران خان اوویل چې کوم خلق ی چې د حکومت لپاره راوستل نو ددې دا ښه وه چې په پاکستان ی د ایټم بم راغورځولې وې.

خان اوویل چې نیوټرلز ته ی ویلي وو چې د ملک اقتصاد په سختۍ سره مستحکم او قوي شوې دې، هغه زیاته کړه چې شوکت ترین هم ورته څرګنده کړې وه چې سیاسي بې ثباتي اقتصاد ته زیان رسوي.
عمران خان اوویل چې زه له هغو کسانو پوښتنه کوم چې د دې سازش برخه شول،آیادې کسان سره د پاکستان فکر نه وو؟ پاکستان په سازش کې د ککړو کسانو په لومړیتوبونو کې نه وو؟
هغه زياته کړه چې کوم کسان چې راوستل شول نو دې نه دا ښه وه چې په پاکستان ی ایټم بم راغورځولې وې. خان اوویل چې کوم مجرمان چې راوستل شول، هره اداره او عدالتي نظام يې تباه کړې، د دغو مجرمينو د دوسيو او کیسونو څېړنه به کوم دولتي چارواکي کوي؟