د کورنیو چارو وزارت پاک افغان پوله باندې چارواکو ته مهمه ذمه واري سپارلې ده

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزارت د پاکستان ګمرک اهلکارو ته په پاک افغان پوله په بیلا بیلو سرحدي ځایونو باندې د مسافرو د تلاشۍ او پلټنو کولو د سپارلو لارښوونه کړې ده،
په دې لړ کښې د داخله سيکرټري لخوا يو نوټيفيکيشن هم جاري کړے شو چې پکښې نورو څانګو باندې هم د بل کومې ادارې له لوري د تلاشي کولو باندې بندیز لګول شوې دې.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) مرستیال ضیاالحق سرحدي د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او ددې پریکړې ی په ښو ټکو کښې ستاینه کړې ده.
دجمعې په ورځ جاري شوي يو بيان کې ضياء سرحدي دغه فيصله ډيره مناسبه بللې ده ځکه چې دبيلا بيلو ادارو له لوري د پلټنو او تلاشي کولو څخه نۀ يواځې ستونزې پيدا کیدلې بلکې په پوله دپيداوارو اؤ بار وړونکو ټرکونو په تګ راتګ کښې د یو لوي ځنډ لامل هم وو او د مسافرو او د ټرکونو په تګ راتګ کښې به ددوی ډیر وخت نیول کیدلو.
سرحدي اوویل چې یو ځانګړي ډیپارټمنټ ته د لټون او تلاشي کولو ذمه واري ورکولو سره به په پوله د تیریدونکو خلقو لپاره اساني پیدا شي او د سوداګرۍ ټولنې وخت به هم بچ شي او دوی په اسانۍ سره سفر وکړې شي.

هغه د کورنیو چارو له وزارت څخه مننه وکړه چې د هېواد د سوداګرو ټولنې د اوږدې مودې غوښتنې یې ومنلې چې د امیګریشن او د پولې په بېلابېلو څانګو باندې د تلاشۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

Leave a reply