پی پي پي ایم کیو ایم ته څه وزارتونه ورکوي

0
204

باغی ټي وي رپورټ
پيپلز ګوند ايم کيو ايم ته په سندهه حکومت کې د شاملېدو رسمي بلنه ورکړې او په دې لړ کې خبرې هم وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

دسرچينو ترمخه ايم کيو ايم ته به په سندهه صوبه کې څلور وزارتونه ورکول کيږي چې پکې دخواجه اظهارالحسن، محمد حسين، جاويد حنيف او کنور نويد جميل نومونه فائنل شوي دي.
سرچينې وائي چې ايم کيو ايم ته به دبلدياتي حکومت، منصوبه بندۍ او پرمختيا، دوه اړخيزه چارو اؤ دځوانانو چارو او سپورټس او کلتور وزارتونه شامل دي ، پخوانى ښاروال(مییر) وسيم اختر به صلاحکار وټاکل شي.

د دې نه علاوه به د کراچۍ او حیدر آباد انتظاميه واګې او څوکۍ هم ایم کیو ایم ته ورکړل شي.

Leave a reply