د شمالي وزیرستان څخه ټاکل شوي د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د پنجاب وزیراعلی سره لیدنه کړې

وزیراعلی پنجاب حمزه شهباز محسن داوړ ته باور ورکړې چې په پنجاب کښې به د پښتنو ستونزې هوارې کړي

باغی ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ غړي او د نیشنل ډیموکریټک موومنټد چيئرمېن محسن داوړ په مشرۍ کښې یو پلاوي د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز شريف سره په وزيراعلي هاؤس كښې ملاقات وكړو۔
په دې پلاوي کې د عوامي نېشنل غورځنګ د مرکزي تنظيمي کمېټۍ غړي طارق وزير او انور سليمان خېل هم شامل وو.
ملاقات کښې د مسلم ليګ نون مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن نواز رانجها هم موجود وو.
محسن داوړ د پنجاب اعلی وزير په پنجاب کې د پښتنو د ستونزو (د پوليسو چلند، د کورونو په کرایه اخستو په اړه د راپیښو ستونزې او رجسټرېشن په اړه ی ورته تفصيلي معلومات وړاندې کړل او د پنجاب اعلی وزير څخه يې د دغو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
محسن داوړ د پنجاب له وزيراعلی څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د فاټا د پخوانيو زده کوونکو لپاره ځانګړې شوې کوټه دې بحال کړې شي.
په دې موقع وزیراعظم پنجاب د محسن دواړ او ددوی پلاوي ته باور ورکړو چې په پنجاب کې به د پښتنو ستونزې په ځانګړې توګه هوارې کړې شی.
په دې غونډه کې د حقوق خلق موومنټ مشر عمار علي جان او د هغه ملګري هم موجود وو.
د نيشنل ډيموکريټک تحريک وفد حمزه شهباز شريف ته د پنجاب وزيراعلي په حيث د څوکۍ په ټاکنه مبارکي ورکړې ده