په ملک کښې دې ټول ټاکنې وشی، عبوري حکومت دې جوړ شي: شیخ رشید

0
78

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې دډي جي ائي ايس پي ار بيان دپوځ د سوچونو عکاسي کوي.

خپل يو بيان کښې شيخ رشيد وئيلي دي چې دا شپږم ځل دې چې ډي جي آئي ايس پي آر غوښتنه کړې ده چې پوځ دې سياست ته نه راکاږي، هغه وایی
چې د ډي جي آئي ايس پي آر دا بيان د پوځ د خيالاتو څرګندونه کوي۔
شيخ رشيد وويل يواځينۍ حل لاره دا ده چې یو عبوري حکومت جوړ کړل شي او ټولټاکنې وشي، شیخ وایی که ټاکنې ونه شي نو د سري لنکا په شان به د هيواد حالات وي.

هغه زیاته کړه چې د ډالر بیه ۲۰۰ روپۍ ته روانه ده، هغه وایی چې هیواد به دیوالیه شي.ده ووئيل چې بلاول ته د یو وزیر له اړخه د مارشل لا لګولو ګواښونه شوې كومه چې يوه ټوکه ده۔

Leave a reply