اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړی دیپلومات وايي، ښايي په افغانستان کې د ټاکنو په اړه چې په تېر کې ترسره شوې، پر بڼې یې ځینې اندېښنې وې. خو نوموړی زیاتوي، ښايي د لویې جرګې په ګډون نورې داسې افغان لارې چارې ولټول شي چې ښځې او سړي پکې د خپل برخلیک په اړه د نظر څرګندولو فرصت ولري.
(2022 / 5 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، د ټولشموله حکومت موخه دا نه ده چې د تېر حکومت مشران دې بېرته ستانه شي او واګې دې په لاس کې واخلي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن دا څرګندونې کابل ته د سفر پر مهال د سرپرست حکومت له یو شمیر چارواکو او د افغانستان سیاسي شخصیتونو سره تر لېدنو کتنو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل، د ا.ا د رسمیت پېژندلو په اړه د اروپايي ټولنې دریځ کې بدلون نه دی راغلی او اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني. نوموړي پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه وکړه او زیاتوي، ا.ا خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د اروپایي ټولني ځانګړي استازي د سرپرست حکومت له لوري د ښځو د زدهکړو، کار او سفر د حق په برخو کې د محدودیتونو پر لګول کېدو نیوکه کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ خو وايي موخه یې دا نه ده چې د تېر حکومت مشران دې بېرته ستانه شي چې واګې په لاس کې واخلي.