جي اوۀ هېوادونو پر نجونو او مېرمنو د محدودیت لګولو لۀ امله نیوکې کړې دي
جي اوۀ هېوادونو پر نجونو او مېرمنو د محدودیت لګولو لۀ امله نیوکې کړې دي
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول چې طا لبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی.
(2022 / 5 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو او آزادیو د محدودیتونو ډیروالی افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي.
د امریکا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې په یوې اعلامیې کې ویلي، طا لبان په دې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول چې طا لبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پیژندلو او د افغانستان سره د مرستو لپاره یو مهم شرط دا ایښی چې طا لبان باید افغان نجونو ته د زده کړو او کار کولو فرصت ورکړي خو نیکلسن وایي د طا لبانو د تازه کړنو له کبله نړیواله ټولنه د هغوی په ژمنو شکمنه شوې ده.