ترکیه وايي، افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

0
190

ملا نور الله ويلي چې افغانستان او ترکيه د فرهنګي، مذهبي او تاريخي مشترکاتو له کبله اوږدې تاریخي او ښې اړیکي لري او په وينا يې چې د افغانستان ا.ا به د دغو مشترکاتو په امتداد خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي. د ترکيې سفير هم د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

(2022 / 5 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابل کې د ترکيې سفير ويلي، هيواد يې د روغتيا، ښوونې او روزنې، خوراکي توکو او بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او نيالګيو د برابرولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د ترکيې سفير جهاد ارګينای دا څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر، ملا نورالله نوري سره په کتنه کې کړې دي.

Leave a reply